امنیت

٥٨ تنه ډار اچوونکي دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ووژل شول .

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه :
دملي دفاع وزارت دهېواد د دفاعي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې د  ٥٨ تنو ډار اچوونکو دوژلو خبرورکوي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه وزارت نن ديوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي دي  چې په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دافغانستان  ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو  دهېواد په بېلابېلو سيمو دخلکو دسراومال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد  يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل . چې په نتيجه کې ٥٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول  درې ديرش ټپيان او دوه تنه مشکوک کسان ونيول شول .
دغه عمليات  دننګرهار ،  کونړ ،  غزني ، پکتيا ، قندهار ،  بادغيس ، هرات ،  فارياب ، بغلان ،  او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شوي و .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته