امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په کندزکې ونيول شول

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
پنځه تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې دافغان ځواکونو دهوايي عملياتو په بهير کې ونيول شول.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر يوه مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د وسله والوطالبانو د ډلې له خوا د دشت ارچي ولسوالۍ لپاره نومول شوي ولسوال د نيولو په مقصد تيره شپه ددغې ولسوالۍ په پنځه سيمه کې ترسره شوي و چې له امله يې نومول شوي ولسوال له ساحې څخه وتښتيد خو پنځه تنه افراد يې د پوليسو له خوا له وسلو سره يې ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته