امنیت

د دوو قوماندانانو په ګډون ۹ تنه داعش وسله وال ووژل شول

جلال اباد باختر د تلې د مياشتې ۲۴ مه
د ننګرهار ولایت په اچين او روداتو ولسواليو کې د افغان ګډو ځواکونو په ځمکنيو او هوايي بریدونو کې د داعش وسله والو د دوو قومندانانو په ګډون نهه تنه داعشیان ووژل شول.
د ننګرهار د امنيې قومنداني وياند حضرت حسین مشرقيوال باختر اژانس ته وویل چې تېره شپه هوايي ځواکونو د اچين ولسوالي په تنګي سيمه کې د داعش وسله والو پر يو مهم پټنځای برید کړی چې له امله يې د سامد او حسين په نامود دوو قومندانانو په ګډون نهه تنه داعشيان وژل شوي دي.
سرچينه زیاتوي چې وژل شوي دواړه قومندانان د کاونډي هېواد پاکستان اصلي استوګن دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته