سیاست

د بهرنيو چارو وزير دافغانستان او پاکستان لپاره د المان له ځانګړې استازې سره وکتل

کابل  باختر  د  غبرګولي د مياشتې ٢ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني  دافغانستان اوپاکستان  لپاره دآلمان دفدرالي  جمهوريت له ځانګړې استازې  ميرمن  سبين سپارو اسر سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دويان دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په کابل کې دالمان دفدرالي جمهوريت سفير مارکوس پوتزل هم برخه لرله دبهرنيوچارو وزير صلاح الدين رباني  دآلمان دهميشني ملاتړ له امله په قدرداني سره   دناتو دسازمان دغړو هېوادونو  دبهرنيو چارو دوزيرانو په غونډه کې دګډون په موخه بروکسل ته  خپل وروستى سفير مهم  او ګټور وباله او زياته يې کړه ؛  چې دناتو دبهرنيو چارو دوزيرانو په غونډه کې دافغانستان ددوستانو موضوع ، موږ  دوارسا او بروکسل دکنفرانسونو ګټورو  نتيجو ته چې ټاکل شوې ده  په راتلوونکو مياشتوکې  جوړ شي ،له پخوا زيات هيله من کړو.
په دې کتنه  کې دافغانستان اوپاکستان لپاره دآلمان دفدرالي جمهوريت ځانګړې استازې ميرمن سبين سپارواسر  تماس دنړ يوالې ډلې غونډې ته په اشارې سره  چې ټاکل شوې ده د جون په مياشت کې په استانبول کې جوړه شوې وويل  چې  دوارسا او بروکسل دغونډو اهميت  ته په  پاملرنې سره په استانبول کې دتماس دنړيوالې ډلې غونډه ، له نړيوالو دوستانوسره دافغانستان دهمکاريو دجلبولو لپاره ښه فرصت وي او المان  په دې لاره کې له افغانستان سره  همکاري کوي.
په دې  کتنه کې دواړو لورو  په اسلام اباد کې افغانستان  ، امريکا ، چين او پاکستان داستازو دوروستۍ څلور اړخيزې غونډې په باب هم خبرې  وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته