سیاست

جمهور رئیس غني: د افغانستان ټول خلک د پنجشېر په غم کې شریک دي او دا یو ملي غم دی

کابل_باختر_ د کب د مياشتې٨مه:
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشېر ولایت د طبیعي پېښو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ  د څرګندولو  لپاره، نن دغه ولایت ته سفر وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغه غونډه کې چې له همدې امله د دغه ولایت په مرکز کې جوړه شوې وه، لومړی د پنجشېر والي په دغه ولایت کې د طبیعي پېښو د قربانیانو د شمېر او له زیانمنو شویو کسانو سره  د حکومت له خوا د ترسره شویو مرستو او اقداماتو په باب جمهور رئیس ته رپوټ ورکړ.
بیا، د قربانیانو د کورنیو په استازیتوب یو تن خبرې وکړې او د دغو طبیعي پیښو له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې او دغو پېښو ته د رسیده ګۍ په خاطر یې د دولت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونوکې د طبیعي پېښو د قربانیانو او له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې رسونې لپاره د جمهور رئیس له ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه.
جمهور رئیس غني د پنجشېر ولایت د طبیعي پېښو د قربانیانو کورنیو ته یو ځل بیا د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب څرګند کړل، د شهیدانو ارواوو ته یې دعا وکړه او ټپیانو ته یې د لوی خدای (ج) له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله وکړه.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په پنجشېر کې د طبیعي پېښو د قربانیانو له کورنیو او مرستې ته له اړو کسانو سره شل ملیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه، ويې ویل چې د افغانستان ټول خلک د پنجشېر په دغه غم کې شریک دي او دا یو ملي غم دی.
جمهور رئیس ډاډ څرګند کړ چې دغو پېښو ته د رسیده ګۍ لپاره به لومړی دولت په بیړنیو اقداماتو چې په هغوکې به اړو خلکو ته د خوراکي توکو او جامو ویشل شامل وي، لاس پورې کړي. ټپیانو ته به روغتیایې مرستې برابرې، بیړني ناروغان او ټپیان به مرکزي روغتونونو ته ولېږدول شي.
جمهور رئیس غني وویل چې د دغه ولایت ټولې مواصلاتې لارې به خلاصې او په واورو کې له بندو کسانو سره به اړیکه ټینګه شي چې د هغوی د موقعیت له تثبیت وروسته به د هغو د ژغورنې لپاره په اقداماتو لاس پورې شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل: د افغانستان په کومو ولایتونوکې چې سږ کال طبیعي پېښې رامنځته شوې دي، حکومت د هغو زیانونه په هر اړخیز ډول څېړي، ترڅو د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د مرستو د تطبیق لپاره د یوه منسجم پروګرام له لارې لازم اقدامات ترسره شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه چې طبیعي پېښو ته د عاجلې رسیده ګۍ لپاره باید په یوه بنیادي پروګرام کار وشي چې د دا ډول پېښو د رامنځته کېدو په صورت کې ژر تر ژره په اقدام لاس پورې شي او د ډېرو زیانونو له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وشي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشېر په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو وګړو سره د ملي امنیتي ځواکونو له مرستو او د ټپیانو او په واورو کې د بندو کسانو د لېږد او چټکو اقداماتو له امله مننه وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته