سیاست

ستر جنرال عبدالرشيد دوستم: د سرپل ولايت د امنيت د تامينولو په لاره کې دې لازم تدبيرونه ونيول شي

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٧
د جمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم تېر ماښام په خپل استوګڼځي کې د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره وکتل او په هېواد او سيمه کې يې د حالاتو په باب ورسره خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير د سيمه ييزو پرمختياوو او د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو د ټينګښت په باب د جمهوري رياست لومړي مرستيال ته توضيحات وړاندې کړل او ويې ويل چې افغانستان په دې لاره کې کوټلي ګامونه اخستي دي چې د سيمې د هېوادونو ترمنځ د ښو همکاريو او د دوى د خلکو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا زيرى ورکوي.
د يوبل خبرله مخې :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم تېره شپه په خپل استوګنځي کې د ملي دفاع وزارت له سرپرست محمد معصوم ستانکزي او د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره په جلا جلا توګه وکتل او له دوى سره د افغانستان د امنيتي حالت په باره کې خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست په دې کتنه کې د افغانستان د امنيې حالت او د هېواد په بېلابېلو سيموکې د افغان امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو د پرمخ بيولو د څرنګوالي په باره کې مفصل رپوټ وړاندې کړ او څرګنده يې کړه چې په هلمند ولايت کې عمليات په ښه توګه پرمخ ځي او په بشپړه توګه د افغانستان د خلکو د دښمنانو تر ځپلو پورې به دوام ومومي.
ده دغه راز د جمهوري رياست مرستيال ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د ملي اردو قطعاتو او جزوتامونه د نورو امنيتي ځواکونو ترڅنګ لازمه ځواکمني او ظرفيتونه لري او تل د هېواد په دښمنانو د بريد او مانور د اجرا کولو لوړ قدرت لري او د افغانستان د سراسري امنيت د تامينولو په لاره کې مبارزه کوي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال د دغې کتنې په بهيرکې په سرپل ولايت کې د حالاتو د خړپړتيا په خاطر خپله انديښنه څرګنده کړه او لارښوونه يې وکړه چې په دې برخه کې دې لازم تدبيرونه ونيول شي چې د دغه ولايت د خلکو انديښنه پاى ته ورسول شي، ځکه د حالت د دوام په صورت کې به د نورو سيمو خلک هم زيانمن شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته