سیاستخبرونهاقتصادTOP

د بهرنیو چارو وزرات سرپرست د آغاخان بنسټ له اجرائیه رئیس سره وکتل

کابل، د غوايي ۲۰ممه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزرات سرپرست مولوي امیرخان متقي د آغاخان بنسټ اجرائیه رئیس نجم الدین نجم او ورسره مل پلاوي سره وکتل..

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې په دې کتنه کې نجم الدین نجم په افغانستان کې د اغاخان بنسټ د روغتیايي، کلتوري او رغنیزو فعالیتونو او همکاریو جزئیات شریک کړل او د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت د همکاريو څخه یې ستاینه او مننه وکړه.

نجم زیاته کړه چې د اغاخان بنسټ په همکارۍ په طبي برخه کي د پام وړ پر مختګونه شوي. 

ورته مهال د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د آغا خان بنسټ روان خدمات، همکارۍ او فعالیتونه وستايل او سپارښتنه یې وکړه، چې د افغان ولس د هوساینې په موخه خپل فعالیتونه نورو برخو ته هم وغځوي او په ځانګړې توګه د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړې برخه فعاله کړي ترڅو یې درملنه په خپل هېواد کې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته