سیاست

په کابل کې د لوړ پوړي پلاوي ناسته (SOM)

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٢ نيټه :
له افغانستان سره دمرستندويو هېوادونو دلوړپوړو مقاماتو ناسته نن په کابل کې جوړيږي.

د باخترآژانس دخبرله مخې:دماليې وزارت وايي دمرستندويو هېوادونو يا سام دلوړپوړو چارواکو غونډه د دوه ورځو (د تلې میاشتې له ۱۲ څخه  تر ۱۳ مې ڼېټې) پوري تر سره کېږي.
د تلې میاشتې په ۱۲ مه نېټه د څنډې ناسته او په ۱۳ مه نېټه اصلې ناسته تر سره کېږي.
د ناستې په لومړۍ ورځ د ښځو د پیاوړتیا، د افغانستان اقتصادي وضعیت، د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د لومړیتوبونو پلي کولو او تر ۲۰۲۰ کال پوري په مخکې پرتو خنډونو او همدا شان په  دویمه ورځ  د حکومتوالۍ په تړاو ناسته، په دولتي بنسټونو کې اصلاحات او له فساد سره مبارزه، د زېربناوو پراختیا او لاسته راوړنو بحث او خبرې کېږي.
دغه ناسته د افغانستان او مرسته کوونکو هیوادونو تر منځ د همغږۍ تر ټولو لوړ مېکانیزم دی.
دماليې  وزارت چارواکي وايي ؛ یاده ناسته د افغان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په وړاندي، د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي تداماچي یاماماتو، په ګډه مشري او د کابینې د غړو  له ۴۰ څخه د ډېرو هیوادونو د استازو، دنړیوالو ملاتړ کوونکو بنسټونو، دملګرو ملتونو غیر دولتي بنسټونو، د دولتي خپلواکو بنسټونو رئیسانو، د ملي شورا غړو، دمدني ټولنو  استازو  د افغانستان خصوصي سکټورپه ګډون جوړېږي 

د دې ناستې مهم ټکي :
په دې ناسته کې په لاندې موضوعاتو بحث او نظرونو تبادله کیږي.
• د بروکسل کنفرانس څخه وروسته کړنې او تر سره شوي پرمختګونه، د سام دویمه ناسته او د بروکسل کنفرانس پلي شوې ژمنې.
• د افغان حکومت د راتلوونکو پلانونو تشریح.
• د ملي بودیجې له لارې لومړیتوبونو ته په کتو سره د نړیوالې ټولنې مرستې.
• د حکومت او مرسته کوونکو هېوادونو دوه اړخیزې ژمنې د متقابل حساب ورکونکې د چوکاټ له لارې راپور وړاندې کول د (۲۰۱۸-۲۰۲۰) کلونو پورې.
• لومړیتوب لرونکي پروګرامونه  د سولې او ملي پراختیا چوکاټ له لارې.
• له نړیوالې ټولنې سره د فساد پر وړاندې د مبارزې ستراتیژۍ شریکول.
• کارموندې، زیربنا او خصوصي سکټور.
• د افغانستان لومړیتوبونه او ستونزې تر ۲۰۲۰ کال پورې.
• د ښځو پیاوړتیا.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته