امنیت

د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان په بغلان کې ووژل شو

  کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ٧  :
د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان د بغلان ولايت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې ووژل  شو.
دبغلان والي عبدالستار بارز دباخترآژانس خبريال ته وويل : دسيمه ييزو پوليسو قوماندان سحرګل تېره شپه دناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا دمرکزي بغلان په زاړه ښارکې ووژل شو.
خبرځاى وويل: تراوسه پورې د دغې پيښې په اړوندڅوک نه دى نيول شوى اوپه دې برخه کې تحقيقات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته