اقتصاد

په هلمند ولايت کې د شاتو د توليد نندارتون پرانستل شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٥
په هلمند ولايت کې د شاتو د مچيو روزنې زياته وده کړې ده او له دې امله په روان کال کې په دغه ولايت کې ١٣ ټنه شات توليد شوي دي.
په هلمند ولايت کې تېرکال د کاردف موسسې له خوا د دغه ولايت په ځينو بزګرانو د شاتو مچۍ وويشلې شوې. په همدې مقصد پرون د هلمند په بُست پوهنتون کې د شاتو نندارتون هم جوړ شوى و.
د دغې موسسې رييس بريالي هلمندي باختر آژانس ته وويل چې د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه او د دغه ولايت د نادعلي، ګرشک، مارجې او د ناوې د ولسواليو او د دغه ولايت دځينو نورو سيمو بزګران دشاتو دتوليد په نندارتون کې ګډون کړى و.
ده زياته کړه: په دغې نندارتون کابو اويا تنو د خپلو شاتو توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې: هلمند په تيرو دوو کلونوکې د شاتو د مچيو په روزنه کې زياته وده کړې ده .
ده وويل چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې په دغه ولايت کې ١٣ ټنه شات توليد شوي دي.
ده زياته کړه: ځينو بزګرانو د خپلو شاتو د توليداتو په باب معلومات نه دي وړاندې کړي. ښايي د شاتو د توليد اندازه له دې څخه زياته وي.
د ده د څرګندونو له مخې: د شاتو د پلوونې په برخه کې اوس کومه ستونزه نشته او توليد شوي شات په ډير لنډ ممکن وخت کې پلورل کيږي.
د بست پوهنتون استاد محمد هاشم وويل چې ددغه نندارتون دجوړولو اصلي موخه د شاتو د مچيو روزنې او شاتو ته د بازار موندلو په موخه د بزګرانو هڅول دي.
ده زياته کړه چې د هلمند ولايت د شاتو د مچيو د روزنې لپاره ډير مهم او مناسب ولايت دى.
د هلمند ولايت د کرنې او اوبو لګولو د رياست سرپرست شکر الله شاکري وويل چې سږ کال په دغه ولايت د شاتو د توليد کچه لوړه شوې ده، خو ده زياته کړه چې بزګران بايد د شاتو د ميو د روزنې په برخه کې وروزل شي چې د شاتو مچۍ ور څخه تلف نشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته