امنیت

په افغانستان کې دحقاني دشبکې او دطالبانو دډلې دڅلورو تنو قوماندانانو نيول کېدل

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢١ :
ناټو په افغانستان کې دحقاني دشبکې دڅلورو تنو سيمه ييزو قوماندانانو او درې ويشتو تنووسله والو طالبانو دنيولو خبرورکړ.
دغه قوماندانان نن سهار دپکتيا، غزني، قندهار او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونوپه څو عملياتو کې نيول شوي دي.
باختراژانس دناټو دخبرپاڼې له خولې خبرراکړ چې دغه قوماندانان هغه وخت  چې په تروريستي فعاليتونوبوخت وو؛ ونيول شول.
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې په دغو قوماندانانو پورې اړوند څوتنه  جګړه ماران هم نيول شوي دي .
خبرزياتوي چې دغو قوماندانانو په خپلو سيموکې دځينو تروريستي بريدونو د رهبري مسووليت درلود.
له بلې خوا ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره په افغانستان کې ديولړ جلاجلا پوځي عملياتو په بهيرکې د درې ويشتو تنو وسله والو طالبانو دنيولو خبرورکړ.
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوى دى  چې له دغو وسله والو طالبانو څخه په لسګونو جنګي وسايل اوپه سلګونو کيلوزګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته