ټولنه

د زابل ولايت دحج او اوقافو رييس په يوه ترافيکي پيښه کې ووژل شو

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
د زابل ولايت دحج او اوقافو رييس نن سهار په يوه ترافيکي پيښه کې ووژل شو.
قاري محمدانور سادات کله چې قندهار ته روان و؛ د دامان و لسوالۍ په مربوطاتوکې دسپرلۍ موټر يې له يوبل موټر سره ټکر وکړ او ووژل شو.
د زابل  د والي ويندوى شريف الله ناصري باختراژانس ته وويل: ددغه ولايت دحج او اوقافو رييس سعودي عربستان ته دحاجيانو دچارو د تنظيم لپاره غوښتل چې د قندهارښار ته لاړشي چې له دغې پيښې سره مخامخ شو.
دا د زابل ولايت دويم سيمه ييز مسوول دى چې يواځې  په دوو مياشتوکې په ترافيکي پيښـوکې وژل کيږي.
دوه مياشتې مخکې د زابل  د و لايتي شورا يو غړى اسدالله ناصر په دې لاره کې دترافيکي پيښې له امله ووژل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته