امنیت

د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان په ننګرهارکې ونيول شو

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٥مه
د وسله والو طالبانو يو قوماندان په ننګرهارکې په پوځي عملياتوکې ونيول شو او د دې ډلې لسګونو جنګي وسايل هم د پوځيانو لاسته ورغلل.
دغه عمليات د غني خېلو او مومند درې ولسواليو په ځينو سيموکې له يوې اوونۍ را په دېخوا د سلګونو پوحيانو په ګډون د هوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شوي او لا هم دوام لري.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل  چې د عملياتو په نوي برياليتوب کې پوځيان د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په نيولو بريالي شوي دي.
هغه وويل چې په عملياتوکې شاملو ځواکونو د طالبانو څو پټنځي نيولي او څو وسلې یې هم ترلاسه کړې دي.
په عملياتو کې پوځيانو په مومند درې او غني خېلو ولسواليوکې څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي.
د رارسيدلو خبرونوله مخې: د وسله والو طالبانو له شتون څخه د ځینو سيمو په پاکولو سره خلکو خپل عادي ژوندانه له سره پيل کړي او خپلو کورونو ته راستنيږي.
د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې دغه عمليات به د ډار اچوونکو له شتون څخه د مومند درې او غني خېلو ولسواليو تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته