امنیت

دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ديو اووه کلن ماشوم ژغورل

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٢:

يو اووه کلن ماشوم په ننګرهار ولايت کې دملي امنيت دمنسوبينو دځانګړو عملياتو په بهيرکې دانسان تښتونکوله منګولو څخه خوشي شو.

ويل کيږي  په دې اړوند  دوه تنه انسان تښتوونکي هم نيول شوي دي.

نجيب الله  چې له نن څخه   ٤٢ ورځې  مخکې  کله چې له ښوونځي څخه دکور

 په لور روان و ، دسره رود ولسوالۍ دغوچکو په سيمه کې ديوې ډلې انسان تښتونکوله خوا وتښتول شو.

دننګرهار ولايت دملي امنيت  رييس ګل نبي احمدزي باخترآژانس ته وويل :

ددوي منسوبينو وکولاى شول  دغه  ماشوم  دعملياتو په بهيرکې  دانسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد کړي.

 ددغه ماشوم پلار فرهاد وايي  چې انسان تښتوونکو د ده دزوي دخوشي کولو په بدل کې  له ده څخه  درې سوه زره ډالره غوښتي و، هغه  چې بزګر دى  وايي ددغو پيسو  د ورکولو توان  يې نه  درلود  ترڅو چې دملي امنيت منسوبينو  زما  زوى   وژغوره.

 ددغه ماشوم نيکه وايي  چې انسان تښتوونکو دى پاکستان ته وغوښت  او له ده څخه يې يومليون کلدارې  واخيستې  خو ددوو ورځو په تيريدوسره يې دهغه لمسى  خوشي نه کړ .

ده وويل :  ماته يې ټيلفون وکړ  چې يو مليون پاکستانۍ کلدارې پاکستان ته راوړه او موږ ته يې راکړه   موږ دې لمسي  خوشي کوو.

زه پاکستان ته لاړم يو مليون کلدارې مې هغوي ته ورکړې  خو زما لمسي يې خوشي نه کړ ترڅو  چې دملي امنيت منسوبينو  زما لمسى بيرته راکړ .

دننګرهار دملي امنيت رييس وايي دوي هلې ځلې کوي چې له نيول شويو انسان تښتوونکو څخه په تحقيق سره ددغه انسان تښتوونکي بانډ دنورو غړو په نيولو بريالي شي .

په همدې حال کې د ننګرهار د  والي مرستيال محمد حنيف ګـــــرديوال  دانسان

تښتوونکو له منګولو څخه ددغه ماشوم  خوشي کول يو برياليتوب وباله  او ويې ويل چې دوى  هلې ځلې کوي  چې په دغه ولايت کې  دانسان تښتوونکو ټول بانډونه  له منځه يوسي .

داپه داسي  حال کې ده چې څو ورځې مخکې امنيتي ځواکونو ديوې انسان تښتوونکي ډلې دديارلسو تنو غړو په نيولو سره يو ماشوم  ددوي له منګولو څخه آزاد کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته