ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام .

کابل باختر د زمري  دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام . 
په خواشينۍ او خپګان سره مې خبر ترلاسه کړچې دهيواد يو ملي سوداګر او په فارياب ولايت کې دخلکو مشر دانوري لمتد شرکت رييس الحاج محمد اکبر انوري دترافيکي پيښې له امله وفات شوى دى
دمهاجرينو دراستنولو دچارو دپخواني وزير  ډاکتر جماهير انوري  دورور ارواښاد الحاج محمد اکبر انوري مړينه يوه  ضايعه  ده .
په همدې وسيله دخپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب دارواښاد ورور ډاکتر جماهر انوري او دارواښاد دکورنۍ غړو، دوستانو او دفارياب ولايت خلکو ته  څرګندوم او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ارواښاد ته دغفران  او دالهي رحمت هيله  کوم .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته