امنیت

درې تنه دپاکستان په لاهورښارکې ووژل شول

اسلام اباد باختر دسلواغي اتمه :
درې تنه دپاکستان په لاهور ښارکې د ډزو له امله ووژل شول .
باخترآژانس د پاکستان د دي نيوز انټرنشنل ورځپاڼې له خولې خبر راکړ:
دغه پيښه د تحصيل جرنواده په سيمه کې هغه وخت وشوه چې ديوې ډلې غړو دبلې سيالې ډلې په غړو چې ويده وو؛ ډزې وکړې.
  له دغه بريد وروسته يرغلګر له سيمې څخه وتښتيدل. دپوليسو دڅرګندونو له مخې دغه پيښه ديوې پخوانى شخصي دښمني زيږنده ده.
ديوبل خبر له مخې: شپږ تنه پاکستاني پوځيان پرون په شمالي وزيرستان کې په يوه  ترافيکي پيښه کې ټپيان شول .
  دغه پيښه دکوهاټ _ کرک په لويه  لاره کې هغه وخت رامنځته  شوه چې دغه شپږ تنه  پوځيان له شمالي وزيرستان څخه دکوهاټ ښار ته روان و چې سپرلۍ موټر يې له واټ څخه واوښت او له امله يې شپږ تنه ټپيان شول .
  ټپيان دکوهاټ روغتون ته وليږدول شول او د دغې پيښې د يوه ټپي حالت خراب بلل شوى دى.
ددغې پيښې علت تراوسه پورې معلوم نه دى. سره له دې هم امنيتي ځواکونو په دې اړوند خپل تحقيقات پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته