کابل باختر دوري دمياشتې ١٦ :
دپروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې دننني چاودنې له امله دسرزيان نه دى رامنځته شوى .
دجبل السراج ولسوالۍ نن له غرمې مخکې ددريو پرله پسې چاودنو شاهده وه .
دغه چاودنې درايې ورکولو دوو مرکزونو ته څيرمه رامنځته شوې.
دجبل السراج ولسوال سمندر سکندري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغو چادونو دسرزيان نه دى اړولى .
ده وسله وال طالبان ددغو بم ايښودنو مسوول وبلل او ويې ويل ، چې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ