فرهنګ

حسينې ساپۍ په پرتمين ډول د ښځې د نړيوالې ورځې پر نمانځنې ټينګار وکړ

کابل/ د کب ١٠مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د ښځې د نړيوالې ورځې د نمانځنې پروګرام د جوړولو لپاره د تياري کمېټې ناسته جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ په ناسته کې د ښځې د نړيوالې ورځې د نمانځنې پروګرام د جوړولو په اړه خبرې وشوې او د کمېټې غړو د دغه پروګرام د لاښه  جوړولو د څرنګوالي په اړه خپلې نظريې، چمتووالي او پيشنهادونه شريک کړل.
دغه راز په ناسته کې د فرهنګي پروګرامونو، د تياتر نندارې، د هنري آثارو د نندارتون، د پروګرامونو د جوړولو او د مشهورو ښځو په تېره بيا د فرهنګي برخې د ښځو د ستاينې په اړه خبرې وشوې.
حسينې ساپۍ د دغه پروګرام د ترسره کولو په اړه د کمېټې د غړو راتلوونکي مسووليتونه مشخص کړل او ټينګار يې وکړ چې د ښځې د نړيوالې ورځې د نمانځلو پروګرام بايد په لا زيات پرتم سره ترسره شي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته