امنیت

په سرپل کې دشپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر دسلواغې اته ويشتمه :
د ٣٦ وليد ترنامه لاندې په هغو عملياتو کې چې  تيره اوونۍ دسرپل ولايت  په صياد ولسوالى کې  ترسره شوي وو شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د دويمې پلې لوا  امنيه قوماندان جنرال جلال الدين  يفتلي  چې ددغه عمليات مشري يې په غاړه درلود باختراژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته  دسردروند زيان اوښتى دى .
ده زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې دطالبانو دډلې دوه تنه سرګروپان قاري معاذ او قاري  ګلبدين شامل دي او په دغو نښتو کې  اووه تنه نور وسله وال طالبان سخت ټپيان شوي دي .
ويل کېږي چې دښمن ته دسرزياتره زيانونه  دهوايي او توپچي قوتونو دبريد له امله اوښتي دي .
دغه عمليات  په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته