ټولنه

په څلورمه ناحيه کې اورلګيدنې زيان واړاوه .

کابل باختر دليندۍ څليرويشتمه :
دکابل ښار دڅلورمې ناحيې په مربوطاتو کې  داستوګنې په  يوه کور کې نن سهار اور ولګيد .
دکابل  داور وژنې دمديريت عملياتي آمر انجنير رحمت الله دباختر اژانس خبريال ته وويل :دغه اور نن سهار په اووبجو او ديرشو دقيو دشهرارا  دبرکي  دغونډۍ  په سر داستوګنې په يوه کور کې ولګيد چې دسرزيان يې نه دى اړولى .خو دمالي تاوان سبب شوى دى .
ده زياته کړه  چې دغه اور لګيدنه دبريښنا دشارتۍ زيږنده ده او داور وژنې منسوبينو په ډير لنډ ممکن وخت کې  هغه وواژه .
يوه عيني شاهد دباختراژانس خبريال ته وويل چې داور وژنې وسايط په واټونو کې دګڼې ګوڼې په نسبت يوڅه په ځنډ سره داور لګيدنې  ساحې ته ورسيدل .
زموږ دغه هېوادوال په موټر چلوونکو نيوکې وکړې او ويې ويل چې يوشمير موټر چلوونکي داور وژنې  دوسايطو دخبر داريو پروانه ساتي او دغو وسايطو ته دتيردو حق نه ورکوي .
ده وويل :بايد موټر چلوونکي په دې پوه شې چې اور لګيدنه په مالي تاوانونو سربيره دسرزيان هم اړوي اوکه چيرې داور وژنې  وسايط په  خپل وخت داور لګيدنې ساحې ته ورسيږي دخلکو سر او مال خوندي کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته