کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د ایران د نفتي محصولاتو د ټولنې د رییس احمد معروف خاني هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو افغانستان په پولو کې د نفتو د کیفیت د اندازه کولو هیڅ وسیله نشته او د خپلو تعریفونو له مخې ځينې جوپې راګرځوي.
دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان سټنډرډ ملي اداره د هېواد په ټولو بندرونو کې د نفتي توکو فعال لابراتوارونه لري چې د متخصص او ژمـن ټیم له لوري کنټرولېږي.
خبرپاڼه کې راغلي ټول هغه توکي چې د دې ادارې له ملي سټنډرډونو سره مطابقت ونه لري، هېواد ته د واردولو اجازه نه ورکول کېږي او موږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له یاد هېواد څخه غواړو چې د بې بنسټه نیوکو پرځای، د خپلو صادراتي توکو کیفیت ته پاملرنه وکړي.
سرچینې زیاته کړې چې موږ چاته اجازه نه ورکوو چې د خپلو نا مشروع ګټو لپاره زموږ هېوادوال زیانمن کړي، بلکې د سالم او مثبت تعامل هیله لرو.