امنیت

د طالبانو مهم غړي په بادغیس کې ووژل شول

 کابل / د وري ۵ مه / باختر
د طالبانو پنځه مهم غړي پرون په بادغیس کې ووژل شول.
د ځانګرو عملیاتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفارنورستاني باختراژانس ته وویل چې د طالبانو دغه مهم غړي هغه وخت ووژل شول چې د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ د سیني ګانو او اکازي په سیمو کې يې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
هغه زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې څلور نور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته