امنیت

د ملي امنیت شورا دفتر د مشرتابه په کچه نوې ګومارنې رامنځته شوې

کابل_باختر د وري د مياشتې٢٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا دفتر په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ:
محمد سلیمان کاکړ، په مافوق رتبه بست کې، د ملي امنیت شورا دفتر د انکشافي او ولسي چارو د ستر معین؛
تورن جنرال یما کرزی، په مافوق رتبه بست کې د ملي امنیت شورا دفتر د ستراتېژیکو ګواښونو او اطلاعاتو د ارزونې معین؛
عبدالحکیم نورزی، په مافوق رتبه بست کې، د ملي امنیت شورا دفتر د داخلي تفتیش معین؛
د ملي دفاع وزارت مخکیني لومړی مرستیال، ستر جنرال خالق خان سروري د سترجنرال په بست کې، د ملي امنیت شورا دفتر د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ معین؛
تورن جنرال بهادرشاه احمدي د ډګر جنرال په بست کې، د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ مرستیال او د معلوماتو د تنظیم عمومي رییس؛
ډګرجنرال خدای داد د ډګر جنرال په بست کې، د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ د سرمفتش؛
ډګروال ولایت شاه بهرامي د برید جنرال په بست کې، د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ د سرمفتش مرستیال؛
او ښاغلی محمد صالح د برید جنرال په بست کې، د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ د ستراتېژیکو پلانونو ریاست د مرستیال په توګه پر دندو ګومارل شوي دي.
د جمهوري ریاست د عالي مقام د بل ځانګړي حکم پر اساس، ستر جنرال محمد افضل لودین، د جمهوري ریاست د لوړ مقام ستر پوځي سلاکار په توګه پر دندې ګومارل شوی دی.
په هغو مراسموکې، چې د ملي امنیت شورا دفتر په چوکاټ کې د نویو ګومارنو د معرفۍ په موخه جوړ شوي وو، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل: د لوی خدای (ج) په فضل او د جلالتمآب جمهور رییس د ځانګړې توجه له مخې، د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې، د هغو اصلاحاتو د تطبیق لپاره، هره ورځ ګامونه اخلو، چې د وارسا په کنفرانس کې یې په اړه د افغانستان دولت له نړېوالو همکارانو سره تعهدات کړي دي.
د ښاغلي اتمر په وینا، له نویو ګومارنو سره به د ملي امنیت شورا دفتر په لا ډېر فعال، موثر او مسلکي ستراتیژیک- امنیتي بنسټ بدل شي.
د ملي امنیت سلاکار، پر نویو ګومارل شویو کدرونو غږ وکړ چې د هېواد حساسو امنیتي شرایطو ته په کتو، د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او اورګانونو ترمنځ د همغږۍ او د ملي امنیت شورا د پرېکړو د تعقیب او تطبیق لپاره په اخلاص او قوت کار وکړي.
په دغو مراسموکې، د ملي امنیت شورا دفتر نویو مرستیالانو او جنرالانو هم خبرې وکړې او د هېواد د رښتیني خدمت لپاره یې د هر راز سرښندنې او قربانۍ ډاډ ورکړ.
په دغو مراسموکې، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت معینانو او چارواکو هم برخه اخېستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته