امنیت

شپاړلس تنه ډار اچوونکي د هېواد په بېلابېلو سيموکې ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
د هېواد د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په هغو عملياتوکې چې پرون د افغانستان په بېلابېلا سيموکې ترسره شول؛ شپاړلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د ډار اچوونکو د ځپلو او د خلکو د سر او مال د ساتنې په موخه  د ننګرهار،  پکتيکا،  غزني،  قندهار،  روزګان، بغلان، بلخ، فارياب، جوزجان، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې شپاړلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
د دفاعي او امنيتي ځواکونو په دغوګډو عملياتوکې چې توپچي قوتونو په ملاتړ ترسره شول؛ د روز ګان ولايت د چورې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ څلور تنه ټپيان او د دښمن يوه اندازه وسله او مهمات هم له منځه وړل شوي دي .
دغه راز د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د هوايي ګوزارونو له امله درې تنه  ډار اچوونکي وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى .
دغه راز ددغو عملياتوپه بهيرکې د ملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته