ټولنه

په ايران کې دوه سوه تنه افغان بنديان افغانستان ته وليږدول شول

 تهران ايرنا باختر د کب دمياشتې  ٢٦ :
په ايران کې  دوه سوه تنه افغان بنديان  په روانه اوونۍ کې  د سرحدي صفري کرښه کې   دهرات ولايت  حکومتي مسوولينو ته وسپارل شول.
دايران دولتي خبري آژانس انترنټي سايټ   دهرات دجيل دوياند کبيرسيار له خولې وليکل   له ايران څخه افغانستان ته دبنديانو ليږل ايران ته  دافغانستان داسلامي جمهوريت  داجراييه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله دوروستي سفر په ترڅ کې  ددواړو هېوادونو د مسوولينو په موافقه  ترسره شوي دي .
ډاکتر عبدالله عبدالله  دوه مياشتې وړاندې  دايران دمجمع تشخيص مصلحت دفقيد رئيس آيت الله علي اکبر هاشمي رفسنجاني  دفاتحې په مراسمو کې دګډون لپاره  دغه هېواد ته سفرکړى و.
ايرنا دهرات د جيل دوياند له خولې وليکل  دغه بنديان  چې جنايي جرمونه او ترافيکي پيښې يې ترسره کړې وې  له دريو څخه تر شلو کلونوپورې په بند محکوم دي او پاتې موده به يې دافغانستان په جيلونو کې ترسره کړي.
دهمدې خبرله مخې  ايران اوافغانستان  په  ١٣٩١ کال  کې د محکومينو دليږلو موافقه ليک لاسليک کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته