امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د ګيرو ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال ووژل شو

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ٣ :
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال نن له پنځو تنو افرادو سره يې ووژل شو.
د غزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي ددغه خبر په تائيدولوسره  د باختر آژانس خبريال ته وويل: د وسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان مولوي سباوون له پنځو تنو افرادو سره يې هغه وخت ووژل شو چې د ګيرو ولسوالۍ په حبيب کدول سيمې بريد وکړ او د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
احمدي زياته کړه چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د يادونې وړ ده چې د دغې نښتې په بهيرکې يو سيمه ييز پوليس ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته