کابل باختر د لړم پنځلسمه :
په هرات کې دولسواليو دجام دواليبال سياليو پرون مازيګر په څلورو لوبو سره دوام وموند .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو لوبو کې دتورغندي ، رباط سنګي ، شينډنډ او دادرسکن ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول .
د ضيا دڅرګندونوله مخې دهرات دولسواليو دجام دواليبال سيالۍ دڅوارلسو ټيمونوپه ګډون په هرات ښار کې پيل شوې دي او دهرې اوونۍ دپنجشنبې په ورځو دوام مومي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ