امنیت

په کندزکې د طالبانو یو مشهور سرګروپ ووژل شو

کابلباختر د چنګاښ ١۵مه
د کندز سیمه ییز مسوولین وایي چې د طالبانو یو مشهور سرګروپ په مصطفی مشهور ملا فضل، د کندز د چادرې ولسوالۍ په قره خانې کلي کې پرون له یوشمېر ملګرو سره يې وژل شو.
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي چې ملافضل له ملګرو سره يې په خپل پټنځي کې د ډار اچوونکو برید په پلان جوړولو بوخت و چې هوايي برید پرې وشو.
هغه وویل چې ملا فضل په کندز کې د اجراییه ریاست د سلاکار او د شمال ختیځ زون د عربانو د سمون شورا رییس نورمحمد عرب او نورو دولتي جګپوړومقاماتو په وژلو کې لاس درلود.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته