امنیت

دامنيتي ځواکونو ملاتړ وشو .

کابل – باختر دچنګاښ دمياشتې ٣
دکشک کهنه ولسوالۍ قومى مشرانو له امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ څرګند کړ .
دغو سپين ږيرو او قومي مشرانو ويلي دوسله والو ځواکونو اجرات په نظام کې دخلکو دباور سبب شوي دي .
په همدې حال کې د ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال محى الدين غوري موجود پرمختګونه دخلکو دهمکاري نتيجه وبلله او زياته يې کړه دامنيت دتامينو په برخه کې ترلاسه شوي برياليتوبونه دلويديځ او په تيره بيا دهرات ولايت دکشک کهنه ولسوالۍ دسوله غوښتونکو خلکو دملاتړ او دامنيتي ځواکونو دهلوځلو په نتيجه کې ترلاسه شوي دي .
دغه رازدکشک کهنه ولسوالۍ خلکو دملي اردو د ځواکونو هلې ځلې وستايلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته