سیاست

د فرضي حج دملي کميټې غونډې دحج دبهېر وروستۍ حالت وڅيړه

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١٣ :
د فرضي حج دملي کميټې غونډه نن له غرمې وروسته  دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست ددويم مرستيال او ددغې کميټې د رئيس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ  جوړه شوه  او دحج د بهېر وروستى حالت يې وڅيړه .
د جمهوري  رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
دجمهوررئيس مرستيال دغونډې په پيل کې  دحج په تيره بيا  دحاجيانو دليږدونې  دبهېر په باب دترسره شويو کارونو دبهېرله امله دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې وويل : هغه ډيره مهمه مسئله چې سږ کال حاجيانو ته طرحه وه ، دحاجيانو دليږدونې بهېر و  چې له نيکه مرغه  په نيول شويو تدبيرونو سره دغه موضوع حل شوه   او له دې پلوه   کومه انديښنه نشته.
ده ټينګار وکړ  ښايي په احتمالي ډول نورې ستونزې طرحه وي  خو دومره مهمې نه دي چې وکولاى شي بهېر  له  جدي ستونزې سره مخامخ کړي.
قانونپوه سرور دانش له ټولو اړوندو بنسټونو څخه وغوښتل چې په بشپړې همغږۍ کې په  ژمنې سره عمل وکړي  او دافغانستان خلکو  ته دخدمت په  لاره کې  دې  خپل پور ادا کړي .په دې غونډه کې دغه راز دحج او اوقافو وزير  دحج دبهېر دکلى حالت په باب  غونډې ته يو رپوټ وړاندې کړ او ډاډ يې ورکړ چې کومه جدي ستونزه نشته او ټولو اړوندو بنسټونو بشپړ تيارى نيولى دى .
ده  ددغه ټکى  دڅرګندولو په ترڅ کې چې په روان کال کې  د هر حاجي دلګښت لپاره  ٣٥٠ ډالره سپما شوې ده  وويل : په روان کال کې به  له افغانستان  څخه  څلرويشت زره تنه  حاجيان دبيت الله شريف  د حج د فريضې د ادا کولو لپاره  واستول شي  چې تراوسه پورې  دپاسپورت  دصادرولو ، په سعودي عربستان کې داستوګنې د ځايونو د برابرولو ، د آريانا شرکت په واسطه د ليږدونې دتدبيرونو  په کابل  ا ودهېواد په بيلابيلو زونونو کې دحاجيانو دعملي روزنې په ګډون  د استولو دکار ټول پړاونه  بشپړ شوي دي.دغه راز د آريانا  شرکت استازي  له نړيوالو ستندردونو سره سم  ددريو الوتکو دبرابرولو  او سعودي عربستان  ته  د  آريانا شرکت له خوا دحاجيانو دليږدونې لپاره دتياري خبر ورکړ  ا ود جمهوررييس مرستيال  او دغونډې غړو ته  يې ډاډ ورکړ چې دحاجيانو دليږدونې په بهېرکې به کومه ستونزه  شتون ونلري .په دې غونډه کې دغه راز دحج دبهېر دڅارنې  او حاجيانو ته دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو دڅرنګوالي ، امنيتي تدبيرونو ،  دافغانستان او دسعودي  عربستان ترمنځ دلازمې همغږۍ  ، د حاجيانو ترمنځ دارشادي خپرونو او د لازمو روزنو  اوپه حج  پورې  د اړوندو خبرونو ددقيق انعکاس په باب لازمې  خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته