کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٥ :
څوارلس تنه وسله وال طالبان په افغانستان کې ديولړ عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار دکونړ، غزني ، سرپل او د قندهار د ولايتونوپه مربوطاتو کې د افغان او ناټو د ځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
باختراژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ :
په دغو طالبانو کله کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و؛ بريد وشو.
ناټووايي: په وژل شويوکسانوکې د وسله والو طالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي .
ددغو عملياتوپه بهيرکې د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلو څو ډيپوګانې هم تر لاسه شوې دي.
په خبر پاڼه کې د افغان او ناټو دځواکونو اوملکي وګړو د سر د احتمالي زيان په باب څه نه دى ويل شوى .
0 1 دقیقه لوستل