فرهنګ

خبرتيا

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
دافغانستان د ژورناليستانو دملاتړ دصندوق خبريتا:
دافغانستان د ژورناليستانو دمالي ملاتړ صندوق د رفاه ملت له تجارتي شرکت سره دپخواني تفاهم ليک له مخې دغه شرکت ٣٠٠ تنو ځوانانو ته د روژې په مبارکه مياشت کې امتياز په پام کې نيولى دى او دکار زمينه يې برابره کړې ده .
دافغانستان د ژورناليستانو دمالي صندوق مشرتابه هيئت له دغه عمل څخه په منننې سره دهيواد دمطبوعاتو کورنۍ ته بلنه ورکوي دکار دعلاقمندۍ په صورت کې خپل لنډ ژوند ليک دژورناليستانو دمالي ملاتړ صندوق بريښنايي پتى ته وليږي.
د رسنيو دهغو کارکوونکو کورنيو ته چې شهيدان شوې دي دلومړيتوب حق ورکول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته