کابل باختر د مرغومي ۳مه
د ترکيې د پوهنې بنسټ په پام کې لري چې په هرات ولايت کې د افغان – ترک ښوونځي په پرمختللو امکاناتو او تجهيزاتو سمبال کړي .
د ترکيې د پوهنې د بنسټ هيئت هرات ولايت ته په خپل سفر کې د افغان – ترک د هلکانو د ليسې د ودانۍ د بيا رغاونې د طرحې خبر ورکړ او اعلام يې وکړ چې دغه ودانۍ له بيا رغاونې وروسته په پرمختللو تجهيزاتو سمبال او د زده کوونکو په واک کې ورکول کيږي .
د ترکيې د پوهنې د بنسټ رييس د هرات ولايت له مرستيال او سرپرست محی الدين سره په کتنه کې د افغان – ترک په ښوونځيو کې د روزنيز حالت ښه والي ته پاملرنه د دغه بنسټ يو کاري لومړيتوب اعلام کړ .
د هرات ولايت سرپرست دځوانانو دروزنې په لاره کې د ترکيې د همکاريو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې د هرات سيمه ييزه اداره به د دغو ښوونځيو د ښه فعاليت په مقصد د اسانتياوو د رامنځته کولو په لاره کې هلې ځلې وکړي .
په دې کتنه کې دغه راز د هرات ولايت دپوهنې له رياست سره دترکيې دپوهنې دبنسټ د فعاليتونو اوهمکاريو او دغه راز د افغان – ترک د نجونو د ليسې د برخليک په باب هم خبرې اترې وشوې او د ترکيې د پوهنې د بنسټ رييس د دغې برخې د سمبالولو ډاډ هم ورکړ .
ختم_ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل