اقتصاد

دماليې وزير داسيا دپرمختيا بانک په شپږ څلويښتمه کلنۍ غونډه کې ګډون کوي .

کابل باختر د ثور يوولسمه :
ډاکتر عمر زاخيلوال ديوه افغاني هئيت په مشرۍ  چې دماليې وزارت  مقامات او دخصوصي برخې سوداګر پکې شامل دي داسيا دپرمختيا بانک دمديره هيئت  په شپږ څلويښتمه غونډه کې  ګډون کوي .
  دباختراژانس دخبر له مخې ،  دغه غونډه  دروان کال دثور دمياشتې له دولسمې نيټې څخه  تر پنځلسمې نيټې پورې  دهندوستان په پايتخت  نوي ډيلي ښار کې  ددغه هيواد  دنندارتونونو په مرکز کې  جوړيږي .
په روان کال کې ددغې غونډې دخبرو موضوع دځواکمنۍ له لارې  پراختيا او پرمختيا ، داطلاعاتو او پيښو  وړاندې کول او شريک کول ، همکاري او دراتلونکو فشارونو په باب  دنظر څرګندول او په راتلونکي کې  دپروګرامونو جوړول دي .
ددغې غونډې ترڅنګ  به دهيواد دماليې وزير چې دبانک  دمشرتابه هيئت  غړيتوب هم لري  داسيا دپرمختيا بانک له رييس ،  دهندوستان  دماليې له وزير  ، دنړيوالې پرمختيا دبرخې له رييس  ،  دنړيوال بانک  له رييس او دتاجکستان ، ترکمنستان اوازبکستان دهيوادونوله استازو سره  وګوري .
  دغه راز دخصوصي برخې کارکوونکي او ملي سوداګر به داسيا دپرمختيا بانک دغړو هيوادونو له سوداګرو سره  له نږډې وګوري اوپه افغانستان کې  دسوداګرۍ او پانګونې په باب به  خبرې وکړي .
  په دې غونډه کې څلور زره څلور سوه تنه ګډون کوي چې دماليې شپيته تنه وزيران ،  دمرکزي بانک رييسان او داسيا دپرمختيا يي بانک  دغړو هيوادونو جګپوړي استازي دنړيوالو سازمانونو استازي  ، دخصوصي شرکتونو ، مالي انستيتوتونو ، بانکونو ، رسنيو ، غير دولتي سازمانونو او دمدني ټولنې استازي  پکې شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته