امنیت

څوارلس تنه د ننګرهار په اچين کې ووژل شول

کابل باختر دوږي دمياشتې اوومه نيټه  :
د ننګرهار د والي وياند وايي چې د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريدکې څوارلس تنه داعشيان ووژل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه بريد تېرماښام د اچين ولسوالۍ په مربوطاتوکې د داعش په افرادو ترسره شو.
ده زياته کړه: زياتره وژل شوي کسان بهرني اتباع دي چې د دوى په منځ کې يوه ښځه هم ليدل کيږي.
د يوبل خبرله مخې: د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د يوې بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريدکې د تګنا په نامه د وسله والوطالبانو يو مشهور قوماندان چې په دغه ولايت کې يې ټول عمليات طرحه کول، وژل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته