کابل باختر دليندي اتمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ديو حکم په ترڅ کې ضيا الحق امر خيل دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددارالانشا درييس په توګه وټاکه .
دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختر اژانس ته خبرورکړ دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دافغانستان داساسي قانون د ٦٤ مادي د ١٣ فقري له حکم سره سم دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددارالانشا درييس په توګه دضيا الحق امرخيل ټاکنه منظوره کړه .
په حکم کې دچارو په ترسره کولو کې دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دده دلازياتو برياليتوبونو هيله شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ