کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
دحقوقي زده کړو هغه سيمينارچې دوه مياشتې مخکې په بدخشان کې پيل شوى و؛ نن پاى ته ورسيد.
د حقوقو د پرمختيا د نړيوال سازمان حقوقي سلاکار عبدالواجد باخترآژانس ته وويل: په دې سيمينارکې څلويښت تنو قاضيانو، څارنوالانو، جنايي پوليسو او مدافع وکيلانو ګډون کړى و .
خبرځاى زياته کړه: په دغه دوه مياشتنى سيمينارکې برخه والو ته د جزا، اساسي حقوقو او دپلټنې د قوانينو، د ضبط د قانون، حقوقي تحرير او د نورو مسئلو په باب لوست ورکړ شوى دى.
3 د یوې دقیقې څخه لږ