امنیت

په هرات کې دجنايي جرمونو او دتروريستي عملونو په تور د لسګونو تنو نيول کيدل

کابل باختر د مرغومي اته ويشتمه :
په لسګونو تنه د جنايي جرمونو او د تروريستي عملونو په تور د هرات د پوليسو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول .
دغه کسان د شپږ شپيتو جرمي پيښو په اړوند د هرات د پوليسو د عملياتو په بهير پيژندل شوي او نيول شوي دي .
د هرات ولايت امنيه قوماندان دغه راز دهرات ښار په کچه له غير مسوولو وسله والوکسانوڅخه دلسوکلاشينکوفونو او دډول ډول تومانچو راټولولو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د شپږ شپيتو بېلابېلو جنايي جرمي پيښو په اړوند نهه شپيته تنه نيول شوي او تر پوښتنې او تحقيق لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته