کابل باختر دوږي اووه ويشتمه :
دملي امنيت د ادارې يوخبرځاى وايي چې دکابل ښار د قمبر څلور لارې په ساحه کې دملي امنيت دځواکونو دتيرې شپې عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.
دملي امنيت د ادارې يوخبرځاى چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي؛ وايي چې د قمبر څلور لارې په ساحه کې عمليات لکه څنګه چې پلان شوى و؛ په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.
د قمبرڅلور لارې په ساحه کې عمليات له هغه وروسته پيل شول چې يوه ډله تروريستان په دې ساحه کې د يو لړ بريدونو د ترسره کولو لپاره راټول شوي و .
دملي امنيت د ادارې خبرځايونو په دې اړوند زياتې څرګندونې نه دې کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ