کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٥
د سمنګانو ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولينو د دغه ولايت د مرکز او شپږ ګونو ولسواليو په ټولو روغتيايي مرکزونوکې د ژمنيو تدبيرونو د نيولو خبر ورکوي.
د سمنګانو ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالحميد باختر آژانس ته وويل: د دغه ولايت د مرکز او شپږګونو ولسواليو په ټولو روغتيايي مرکزونوکې چې د واورې د اورښت له امله يې مواصلاتي لارې بندې او يا له ستونزو سره مخامخ کيږي؛ مخکې له مخکې څخه تيارى پيل شوى دى او د درملو ، لوژيستيکي او محروقاتي توکو په ګډون د هر روغتيايي مرکزونو شپږ مياشتنې اړتياوې ليږدولې شوې دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ