کابل باختر دمرغومي نهه ويشتمه :
دميدان وردګو ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست دملي پيوستون د پروګرام له لارې په روان کال کې دوه سوه پنځه شپيته پروژې ګټې اخستنې ته سپارلې دي .
دميدان وردګو دوالي وياند دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل دغه پروژې ددغه ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې عملي شوي دي . او اتلس زره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي .
ده زياته کړه :په دغو پروژو کې داوبو کانالونه ، ژورې څاګانې او نور ټولنيز خدمتونه شته چې ديوسلو نهه اويا اعشاريه پنځو مليونو افغانيو په لګښت دميدان وردګو ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا درياست له خوا تطبيقې شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ