ټولنه

په قندهارکې د قرانکریم ختمونه وشول

قندهار باختر د جوزا د میاشتې ۶ مه
د هیواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول قندهار کې د وروستۍ تروریستي پېښي د شهیدانو د  روحونو د خوښۍ لپاره د قرانکریم ختمونه وشول.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې:
د قران عظیم شان د ختم په دغو مراسمو کې  شهیدانو ته د خدای (ج) له درباره څخه د فردوس جنت او ټپيانو ته یې د سملاسي روغتیا هيله وشوه.
په دغو مراسموکې د قندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا وویل، د هېواد او اسلام دښمنان مو هیڅکه ارامه ژوند کولو ته نه پریږدي، دوی تل په جوماتونو او مقدسو ځایونو کې خپل ناروا تروریستي عملونه ترسره کوي چې له امله یې  زیات شمېر ملکي وګړي قرباني کېږي.
هغه زیاته کړه چې؛ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ دستایلو  وړ دي ځکه د هېوادوالو د ژوند دخوندیتوب او د خاورې د ساتنې  په خاطر قرباني روکوي.
وېسا  له خلګو څخه وغوښتل چې له امنیتي ځواکونو سره همکاره وکړي، ترڅو زموږ امنیتي ځواکونه وکولای شي د دغه شان ناوړه تروریستي پېښو مخه ونیسي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته