امنیت

يوه ځوانه نجلۍ په جوزجان کې ووژل شوه

کابل باختر د غبرګولي  نولسمه :
يوه ځوانه نجلۍ تېره شپه د جوزجان ولايت په شبرغان ښار کې ووژل شوه .
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان عبدالواحد وجدان باختر آژانس ته وويل چې دغه ٢٤ کلنه نجلۍ چې کوژدنه وه، دشبرغان ښار د آلتي خواجه په کلي کې په ډزو سره وژل شوې ده.
خبرځاى زياته کړه: تر اوسه پورې د دغې نجلۍ د وژل کېدو څرنګوالى روښانه نه دى، خو دسيمې خلکو غوښتل پوليسو د خبر له ورکولو  پرته مړى ښخ کړي چې دپوليسو له خوا يې مخه ونيول شوه او اوس په دې باب تحقيقات دوام لري .
دجوزجان، سرپل او فارياب د ولايتونو د بشر د حقوقو  رييسه مغفرت صميمي د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د زياتوالي له امله په انديښنې سره وايي چې ددغه شان پېښو عاملين بايد مجازات شي .
  دې زياته کړه چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې  په جوزجان ولايت کې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى په ١٤ سلنه  زيات شوى دى چې ټکان ورکوونکى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته