امنیت

دولس وسله وال مخالفين ووژل شول او يو ويشت تنه نوريې ونيول شول

دملي اردو منسوبينو او دايتلاف ځواکونو پرون دهيواد په ځينو ولايتونو کې په څوتصفيوي عملياتو کې  دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل  او يو ويشت تنه نوريې ونيول .

دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ دغه عمليات دکندهار ، لوګر ، ننګرهار ، هلمند،. خوست ، زابل ، فراه او ارزګان ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يو ويشت تنه نوريې ونيول شول.

په دغو عملياتو کې  په دغو ولايتونو کې نهه موټرسايکلونه  له شپږو ګوليوسره يې يو دوه اتياملي متري توپ ، څلورکلاشينکوفونه، دوه پيکا، دوه لاسي بمونه ، يوه مخابره ، يوه تومانچه اويوه اندازه سپکه وسله هم دملي اردو دمنسوبينولاسته ورغلې ده  او دغه راز دملي اردو منسوبينو دوسايطو ضد يو څلويښت ماينونه او اووه ويشت فشاري ماينونه او دوه بوري چرس دکندهار اوزابل ولايتونو په مربوطاتو کې کشف شوي دي .

خبرځاى وويل دلوګراو ارزګان ولايتونو په مربوطاتو کي دملي اردو پنځه تنه منسوبين دامنيتي  دندو په بهيرکې  ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته