ټولنه

په بغلان کې د کرونا واکسين د ارزښت په اړه د پوهاوي پروګرام جوړشو

کابل/دلړم ٢٤مه /باختر
په بغلان کې د يونسف يا د ماشومانود ملاتړ نړيوال وجهي صندوق له خوا د کرونا واکسين د ارزښت او رول په اړه دعامه پوهاوي پروګرام جوړشو.
په بغلان کې د يونسف استازي ډاکتر شفيق الله انوري د دغې ټکي په بيانولو سره باختراژانس ته وويل چې د پوهاوي ورکولو په يو ورځنى پروګرام کې چې هدف يې د کرونا واکسين د تطبيق د ارزښت په اړه د ورکشا پ د برخه والو د پوهاوي د کچې لوړول و. چې پکې د بغلان ٣٠ تنوخبريالانو اود رسنيو مسوولينو پکې ګدون کړي و.
په دې پروګرا م کې د يونيسف استازي د کرونا واکسين د تطبيق په ارزښت برسيره د ټولنې د ذهنونو د روښانه کولو په لاره کې د رسنيواومطبوعاتو د رول اومقام قدرداني وکړه اود رسنيو او خبريالانو د فعالې ونډې اخستنې څخه يې مننه اوقدرداني وکړه.
هغه وويل: هغه کسان چې بايد واکسين نه شي اميد وارې ميرمنې له ١٨کلنۍ څخه ښکته کسان او په کرونا ويروس اخته کسان دي خو د ټولنې نور افراد له کومې انديښنې پرته په وړيا ډول د کرونا واکسين ترلاسه کړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته