فرهنګ

د هالند سفير ملي نګارستان وکوت

کابل / باختر/ د وږي٩ مه
په کابل کې د هالند سفير نن په کابل د ملي نګارستان د بېلابېلو برخو آثار وکتل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په ملي نګارستان کې د ساتل شويو آثارو د کتنې په بهيرکې په داسې حال کې چې د ملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني هم شتون درلود؛ د هنرستان رييس محمد هاشم شارق د هالند سفير ته د ملي نګارستان د بېلابېلو برخو د آثارو په اړوند معلومات ورکړل.
شارق وويل چې ملي نګارستان ٣٥ کاله مخکې جوړ شوى دى او اوس د انځورګری ٣٥٠ تابلوګانې په کې ساتل کېږي چې زياتره يې تاريخي تابلوګانې دي.
د کتنې په پاى کې د هالند سفير خپله خاطره د ملي نګارستان په مخصوص کتاب کې وليکله.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته