(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ورزش

دوه افغان لوبغاړي نن د هند پریمیر لیګ کې د یو بل پر ۱۴ لوبېږي

 کابل، د غويي ۱۴ مه، باختر

د دوو پیاوړو افغان لوبغاړو رحمان الله ګربز او فضل الحق فاروقي لوبډلې نن ماښام د هند (IPL) روانو سیالیو په لړ کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

په یاد لیګ کې ګربز د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې او فاروقي د سنرایزر حیدر آباد لپاره لوبېږي.

د یادونې وړ ده چې د هند د ۲۰۲۳م لیګ کې د ګربز او فاروفي په ګډون درې نور پیاوړي افغان لوبغاړي نوین الحق، راشد خان او نور احمد هم لوبېږي چې تر دې دمه ښه ځلېدلي دي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا