امنیت

په راتلونکى کال کې هيڅ يو بزګر نه شي کولاى کوکنار وکري .

کابل باختر دليندى  نهمه :
  په راتلونکى کال کې  به دبغلان ولايت په کچه  ټول کرل شوي کوکنار  واړول شي  او هغه بزګر به چې کوکنار وکري، عدلي او قضايي مرکزونو ته وروپيژندل شي .
  په روان کال کې  بغلان دکوکنارو  دڅه دپاسه شپږ سوه هکتاره ځمکې په کروندې سره دشمال او شمال ختيځ دولايتونوپه کچه  دکوکنارو ډير ستر کرونکى ولايت و چې دغه شمير  دتيرکال په  پرتله په دغه ولايت  کې د کوکنارو دبيخي زياتيدو څرګندوى دى .
  دغه ټکى دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې  مدير فضل الحق  اندرابي دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال سره په يوه مرکه کې څرګند کړ زياته يې کړه ، دکوکنارو دغه کروندې په پل حصار ،  ده صلاح ، بنو ، برکه په ولسواليو کې  شتون لري   چې غير مسوولو کسانو اويا هم ددولت مخالفو وسله والو کسانو دزيات فعاليت له امله په دغو ولسواليو کې بزګران ،  دکوکنارو  اقدام کرکيلې ته هڅول شوي  و .
  ده زياته کړه په راتلونکى  کال کې، پردې تصميم ونيول شو چې  ټول کرل شوي  کوکنارو واړول شي او  کروندګر يې ونيول شي . او عدلي اوقضايي بنسټونو ته يې وروپيژني  او دمخالفينو په وړاندې  به هيڅ ډول مراعات ونه شي  .
دبغلان ولايت له نشه يي توکوسره  دمبارزې مدير په بزګرانو کې دکوکنارو دبديل  په رواجولو باندې دټينګار  په ترڅ کې په نږدې راتلونکى کې  په هغو ولسواليو کې چې پخوا کوکنار پکې کرل کيدل دزعفرانو دکرکيلې دسامان الاتو  او دهنګ تخم  دويشلو او دميوو دانډي کولو دمرکزونو دجوړولو خبرې وکړې او ويې ويل  له دې وروسته به دکوکنارو دکرکيلې له عاملينو سره قانوني چلند ترسره شي .
ده زياته کړه په روان کال کې دپنځه شپيتو مليونو درې سوه زرو افغانيو په لګښت څلور بنسټيزې پروژې چې دسربندونو ، استنادي  ډيوالونو او دښوونځيو دډيوالونو جوړول دى، له نشه يي توکو سره دمبارزې دچارو وزارت له خوا په پل حصار ، خنجان او ده صلاح په ولسواليو او په  پلخمري کې دژوندانه دبديل  په توګه رامنځته شوى او ددغو پروژو دجوړولو چارې په سلو کې څه دپاسه اويا پرمختللى دى.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته