کابل باختر د چنګاښ لسمه :
اتلس تنه وسله وال طالبان په پکتيا ولايت کې دناتو دجنګي الوتکو په بريد کې ووژل شول .
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل دباختراژانس خبريال ته وويل: په هغو عملياتو کې چې دناتو دالوتکو او دپوليسو او داردو دځواکونو په مرسته دپکتيا ولايت د احمدخيلوولسوالۍ په مربوطاتو کې دطالبانو په يوې قرارګاه ترسره شول، له امله يې ١٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددغو عملياتوپه بهير کې دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
په دغو عملياتو کې دسيمې ملکي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ