کابل باختر دسلواغي اتمه :
په کونړکې تېره شپه د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو له امله درې تنه ماشومان شهيدان او اته تنه نورټپيان شول.
دکونړ والي شجاع الملک جلاله ددغه خبرپه تاييدولوسره باخترآژانس ته وويل: د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه ددغه ولايت په ځينوبرخو وشول چې يو توغول شوي توغندي دکونړ ولايت د مرورې ولسوالۍ د استوګنې په يوه کور ولګيد او له امله يې درې تنه ماشومان شهيدان او اته تنه نورټپيان شول.
کونړ ولايت د ډيورند دکرښې په اوږدوکې دى او پاکستاني پوځيان د ډيورند له کرښې اخوا تل په دغه ولايت راکټي بريدونه کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ